
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د پوځ اړوند د ترانسپورتي الوتکې د لوېدو د پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې.
یاد وزارت، د د دې دردناکې پېښې له امله د ترکیې دولت، ملت او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له تله تسلیت ویلی دی.
د یادونې ده، چې د ترکیې د پوځ سي-۱۳۰ ډوله یاده الوتکه تېره ورځ ناوخته له اذربایجان څخه تر الوتنې وروسته د ګرجستان په خاوره کې لوېدلې.

