
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د افغانستان د سوداګرۍاو پانګونې خونې له لوري، کابل کې د امام ابوحنیفه رح څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.
ټاکل شوې یاد نندراتون د لړم له ۲۶مې څخه د لیندۍ میاشتې تر ۲مې نېټې پورې د افغانستان نړیوال نندارتون، په مرکز (چمن حضوري ـ کابل) کې دوام ولري.
په دغه نندارتون کې، اماراتي ادارو او سوداګرو خپل محصولات په بېلابېلو سکتورونو کې نندارې ته اېښي دي.
د اقتصادي چارو شنونکي دغه ډول نندراتونونه د کورني تولیداتو د بازار موندنې لپاره مهم بولي.

