Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»امرالله صالح، د دښمن په جامه کې د پاکستان خوږ ملګری
    تورې څېرې

    امرالله صالح، د دښمن په جامه کې د پاکستان خوږ ملګری

    صابر افغانصابر افغان20 نوومبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    امرالله صالح، د پرځېدلي جمهوري نظام یو بدنام شخصیت دی چې کلونه یې له پاکستان سره د دښمنۍ نقاب په مخ کړی و او په شور‌ماشور لرونکو نندارو یې هڅه کوله چې ځان د پاکستان له استخباراتو سره د مبارزې اتل وښيي، خو نن چې د افغانستان حکومت او خلک په مستقیم ډول د پاکستان سره په تقابل او مخامخ جګړو کې ښکېل دي او ملي ګټې په خطر کې دي، نوموړي په خپلو وروستیو خپرونو کې داسې خبرې کړي چې لکه مخالف نه، بلکې د پاکستان مدافع وي.

    صالح چې یو وخت یې ځان د ځینو ځوانانو په وړاندې د پاکستان ضد شخصیت په توګه معرفي کړی و، نن د پاکستان لپاره په یوې تبلیغاتي وسیلې بدل شوی دی. د ډېرو شنونکو په وینا، صالح د پاکستان او افغانستان ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته، هغه کرښې تبلیغوي چې د پاکستان تبلیغاتي دستګاه ترې ګټه اخلي؛ دا بدلون د هغو اړیکو او تړاوونو نښه ده چې کلونه پټ ساتل شوي وو او نن په تدریجي ډول ښکاره کېږي.

    په وروستیو ورځو کې چې په اسلام آباد او واڼه کې بریدونه وشول او د سیمې ډېری کارپوهانو دا د افغانستان پر رژیم د فشار راوړلو لپاره د پاکستان «جعلي عملیات» وبلل، امرالله صالح د پاکستان لپاره په خوش خدمتۍ سره، له کوم سند وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت په پاکستان کې «ژور نفوذ» لري او له اسلام‌آباد وروسته به لاهور بل هدف وي؛ دا خبره نه امنیتي تحلیل او نه هم میداني واقعیت تائیدوي، بلکې یوازې افغانستان ته تبلیغاتي فشار متوجه کوي.

    له بلې خوا، کله چې افغانستان د لومړي ځل لپاره له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړلو بې سارې پریکړه وکړه(یوه داسې پریکړه چې اصلي زیان یې پاکستان ته رسېږي) صالح ډګر ته راغی او په ټولنیزو رسنیو کې یې په غلطو خبرو سره، دا اقدام «د امارت د سقوط پیل» وباله؛ یو داسې دریځ چې حتی پاکستاني رسنۍ هم دا جرئت نه لري چې په دومره صراحت یې بیان کړي.

    نن هر منصف شنونکی پوهېږي چې په اوسني وضعیت کې د لارو بندول، پاکستان ته شدید اقتصادي ګوزار ورکوي، ځکه پاکستان افغانستان ته د وارداتي توکو له لارې هر کال په میلیاردونو ډالر ګټه ترلاسه کوله. د افغانستان له خوا د سوداګریزو دروازو په بندېدو سره، دا ټول عایدات له منځه ځي او د پاکستان اقتصاد ته جدي زیانونه رسېږي. خو صالح داسې خبرې کوي لکه د اسلام‌آباد د اقتصادي ګټو استازی چې وي او هڅه کوي ترڅو د دې پریکړې له امله پاکستان کې رامنځته شوي مالي زیانونه رد کړي.

    د صالح په چلند کې د خندا وړ ټکی دا دی چې کله نا کله پر پاکستان څو سپک او بې اثره لفظي بریدونه کوي، ترڅو د «پخواني مخالف» حیثیت وساتي؛ خو په برخلیک‌ ټاکونکو او جدي مسایلو کې، د هغه نظرونه دقیقاً د پاکستان له ګټو سره سمون لري.

    د صالح دوه‌مخې لوبې ښیي چې د جمهوریت پر مهال له پاکستان سره د هغه دښمني یوه رسنیزه ننداره وه، نه یو سیاسي باور. اوس چې پخواني نظام سقوط کړی او له حقایقو پردې پورته شوي، د هماغه دورې د نقاب لرونکو اصلي څېرې ښې څرګندېږي.

    د لاهور په اړه د امرالله صالح ادعاوې او د سوداګریزو لارو د بندولو له امله د امارت د سقوط په اړه د هغه اخطارونه، د هغه چا انځور جوړوي چې کلونه یې د دښمن په جامه کې، د پاکستان د سیاستونو لپاره ښه چوپړ وهلی دی.

    دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان په رسمي ډول په پاکستان کې وروستي بریدونه غندلي او په دې پېښو کې د اسلامي امارت د لاس لرلو هیڅ نښه نشته؛ خو صالح له پاکستان سره د همغږو روایتونو په خپرولو سره هڅه کوي چې له افغانستان څخه یو غلط انځور وړاندې کړي او د هېواد پر وړاندې سیاسي او امنیتي فشار زیات کړي.

    نو د دې ټولو مواردو په پام کې نیولو سره، حقیقت روښانه کېږي چې امرالله صالح نه هغه د پاکستان ضد اتل دی چې کلونه یې ځان ښوده او نه یو خپلواک شنونکی دی، بلکې د نظر خاوندانو د نظر مطابق، هغه د پاکستان په «خواږه ملګري» بدل شوی دی؛ یو داسې ملګری چې ظاهراً د دښمن په جامه کې دی، خو په عمل کې د پاکستان له ګټو سره ملتیا کوي. د افغانستان تاریخ له داسې څېرو سره نا آشنا نه دی او نننی نسل باید پوه شي چې هغه کسان چې د پردیو په ضد تر ټولو لوړ شعارونه ورکوي، کله کله په پټو پردو کې د هماغه پردیو تر ټولو نږدې ملګري وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهصراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري
    راتلونکي مقاله د صنعت او سوداګرۍ وزير هند کې له پراګتي ميدان نړيوال نندارتون څخه ليدنه کړې

    مربوطه لیکنې

    له مقاومت جبهې ملاتړ؛ د پاکستان د ناکامې ستراتیژۍ برخه

    18 نوومبر 2025

    احمد مسعود پر افغانستان د پاکستان تېري ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې

    16 نوومبر 2025

    مقاومت جبهه په بهرني ملاتړ د کورنيو ستونزو د حل غوښتونکې ده

    14 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په…

    د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه قاچاق کېدونکې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    20 نوومبر 2025

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه قاچاق کېدونکې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    20 نوومبر 2025

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.