
په قېرغزستان کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د هند له سفیر بیرېندر سِنګ سره کتلي.
قرغېزستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د نوي ډیلي او کابل ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمهییز اتصال، بشري مرستو او دوه اړخیزو ډیپلوماټیکو تعاملاتو پر پراختیا خبرې شوي.
دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د چابهار بندر او هوايي دهلیز میکانیزم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او اړینه ده، چې ګډ تمرکز او همکاري پرې نوره هم پیاوړې شي.

