
ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د بلوچستان پنجګور ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو پر یوه مهم مرکز وسلهوال برید شوی.
سرچینې زیاتوي، چې برید له څو لوریو هممهاله پیل شوی او پر مهال یې لږ تر لږه د ۲۵ لویو چاودنو غږونه هم اورېدل شوې دي.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نهدی اخیستی، خو په یاده سیمه کې بلوڅ ازادي غوښتونکي تر بل هر وخت فعال دي.
په دې برید کې د پاکستان پوځي رژیم عسکرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
د یادونې ده، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) تازه په یوه اعلامیه کې د یوه جاسوس په ګډون د پنځو پاکستاني عسکرو د هلاک کېدو خبر هم ورکړی دی.

