
سرچينې وايي، د بلوچستان ایالت په کویټه کې د پاکستان پوځي رژيم پر ځواکونو دوه پرلپسې چاودنې شوي، چې تر دې دمه د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
په لومړني بريد کې ناپېژانده وسله والو د پاکستان پوځي رژيم د عسکرو موټر ته لاسي بم غورځولی او دوهمه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې د پېښې د پلټنې ټیم د لومړۍ چاودنې ځای ته ور روان و او موټرسايکل کې نصب شوی ریموټ کنټرول بم پرې چاودلی دی.
ويل کېږي پولیسو سیمه محاصره کړې او د هلاک شويو او يا هم ټپيانو په اړه تر اوسه لا معلومات نه دي خپاره شوي.

