
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوې له کانونو استخراج شوي قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د شفافې داوطلبۍ له لارې په ۱۱۱ میلیونه او ۵۵۷ زره او ۵۵۰ افغانۍ وپلورل شوې.
وزارت زیاتوي، چې دې داوطلبۍ کې د ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم، سیمهییزو چارواکو، د بېلابېلو ادارو استازو او پانګوالو ګډون درلود.
ویل شوي، د دغو پلورل شویو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له درکه څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ ملي بودیجې ته استول شوې دي.

