
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په کابل کې د اذربایجان سفیر، الهام محمدوف او قنسول تارایل اسماعیلوف د یاد وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال سره کتلي.
د یاد وزارت په وینا، دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او ګډو همکاریو خبرې شوې دي.
کابل کې د اذربایجان سفیر ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې سیاسي، سوداګریزې، اقتصادي او فرهنګي اړیکې پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر اوږدو جګړو وروسته افغانستان پر یو امن هېواد بدل شوی، سیلانیان کولی شي په ډاډه زړه افغانستان ته سفر وکړي او د تاریخي او تفریحي ځایونو لیدنه وکړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال ویلي، چې له اذربایجان سره اقتصادي، سیاحتي او فرهنګي اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او افغانستان چې تازه له جګړې راوتلی هېواد دی د دوستو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

