
اندونیزیا کې د افغانستان سفیر، مولوي سعد الله بلوچ دې هېواد لپاره د روسیې فدراسیون له سفیر، ګنادویچ تولچنوف سره کتلي.
اندونیزیا کې د افغانستان سفارت لیکلي، چې دې کتنه کې دواړو لویو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، ډیپلوماټیکو همکاریو، سیاسي تعاملاتو او دغه راز پر اقتصادي او فرهنګي اړیکو خبرې کړې دي.

