
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې سږ کال د پنجشېر د زمردو د پلور ۱۲ داوطلبۍ ترسره شوي چې له مخې یې ۳۶ زره او ۴۰۰ قیراطه زمرد په ۲.۶ میلیونه ډالرو پلورل شوي دي.
دغه وزارت د افغانستان د کانونو په برخه کې د بهرنیو، په ځانګړي ډول روسي پانګوالو لېوالتیا تائید کړې او د تېلو او ګازو په برخو کې د مثبتو پایلو هیله یې ښودلې ده.
د پنجشېر زمرد ګرانبیه ډبرې، چې د جمهوريت پر مهال په غير قانوني ډول استخراج او پیسې يې شخصي جېبونو ته تللې اوس یې رسمي جواز درلودونکي شرکتونه استخراجوي او ترلاسه شوي زمرد بیا د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.

