افغانستان د څو لسیزو راهیسې د بېلابېلو هېوادونو له خوا د جګړهییزو او اشغالګرانه بدلونونو په بستر کې د بېلابېلو کورنیو ګوندونو او تشکلاتو د را څرګندېدو په ډګر بدل شوی و، چې هر یو یې د ظاهري وطندوستۍ او یووالي غوښتنې په اهدفو او برنامو سره، د سولې، ثبات او سرتاسري امنیت د تأمینولو غوښتونکي وو.
خو هغه څه چې په ټولنه او واقعیت کې وشول د توقعاتو برعکس وو، ځکه د داسې ټولنو د مشرانو د غوښتنو اصلي هدف، د شخصي هیلو پوره کول او د فردي ګټو تأمینول وو، نه خلکو ته خدمت کول او د وطن آبادول.
قوم پالنې، سمت پالنې او د ګوند او تشکیل څخه د ملاتړ په پلمه د کورنیو او قومي جګړو پیل، له هغو څو ستونزو څخه یوه وه چې د دې ډلو په را څرګندېدو سره رامنځته شوه، کورونه یې وران او کورنۍ یې تباه کړې.
د افغانستان د جګړو او بې ثباتۍ په دور کې د ټولو راپورته شویو ګوندونو او تشکیلاتو له جملې څخه یو هم جنبش ګوند دی، چې په دغه غمجنو وختونو کې یې د ځان لپاره یو لوړ مقام او نوم جوړ کړی و او د ځوانانو پر ژوند یې قیمار کاوه.
عبدالرشید دوستم (یو له پېژندل شویو او مشهورو مخالفینو) د جنبش ګوند بنسټ ایښودونکی، مشر او رهبر دی، چې د کلونو راهیسې یې پر دې واکمنۍ تکیه کړې، د خلکو په وینو یې ډوډۍ برابرول او ځوانان یې د مرګ او ورور وژنې کندې ته اچولي دي.
سره له دې، د افغانستان د اوسني حکومت په راتګ، د جنبش ګوند د بنسټیز جوړښت په له منځه تللو، د هغه د مشر په تېښتې، همدا راز د قوماندانانو او منصبدارانو په تېښتې او په ګاونډیو او لیرې هیوادونو کې په پټېدو سره، د دې ګوند اورونه مړه شول، نوم یې له خولو ولوېده، بې کاري او بې چارهګي یې ښکاره شوه.
خو بیا هم یوه ډله چې د خپل دسترخوان رنګینتوب د دې ګوند په تېرو او اوسنیو حالاتو کې ويني، ځکه یې په شخصي غونډو او مېلمستیاوو کې د دې ګوند نوم په پورته کولو سره یې یو ځل بیا دغه سوځېدلی روح او مړ بدن را پارولی او حرکت ته یې هڅولی دی.
نظام الدین قیصاري، د دې ګوند یو له نظامي او میداني قوماندانانو څخه و، چې له کلونو راهیسې د ورور وژنې په جګړو کې د عبدالرشید دوستم پیاوړی لاس و او د هغه تر امر لاندې یې کار کاوه، خو هیڅکله یې یو سیاسي، واک غوښتونکی او د پام وړ ځای نه درلوده او د دې ګوند په مرکزي هسته کې یې اغیزمن رول هم نه درلوده.
خو د اوسنیو بدلونونو، د مجازي او غرضي ګوندونو او تشکلاتو په له منځه تلو سره، داسې ښکاري چې د هغه پخوانی زخم څرګند شوی، په خپل وجود کې یې له خپلې پخوانۍ هیلې څخه پرده پورته کړې او د مشرۍ لپاره یې خپله هیله څرګنده کړې ده. میدان یې خالي لیدلی، ځان یې وړ ګڼلی او د سیاست ډګر ته راغلی دی.
هغه چې اوس د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي، د خپلو تښتېدلو او پټو پلویانو په منځ کې یې ځان د دې له منځه تللي ګوند نوی مشر معرفي کړی او مسکا یې پر شونډو راغلې ده.
خو باید د دې پیښې علت وپلټل شي او د هغه تر شا صحنه تحلیل شي، چې ولې نظام الدین قیصاري داسې اقدام کړی، څنګه یوې ډلې ځانونه د هغه د اوامرو تابع ګرځولي او له بلې خوا، د دې تشکل د لومړنۍ او تر ټولو مهمې حلقې مشر، یعنې عبدالرشید دوستم، تر اوسه پورې د هغه په مقابل کې کومه تبصره نه ده کړې او کوم دریځ یې نه دی نیولی؟
پرته له دې چې اصلي کیسه څه ده او پټ عوامل څه دي، هغه څه چې په ظاهر کې احساس کېږي، د دې مجازي ګوند داخلي وېش او ګډوډۍ څرګندوي، ځکه چې د ډلو او ګوندونو د نا امیدوونکي او مایوسه کوونکي وضعیت په پام کې نیولو سره چې ټول د پردیو هېوادونو په کونجونو کې پټ شوي او لکه د مارانو په شان تر خاورو لاندې اوسېږي، کله نا کله ځان ښيي او له خاورو څخه سر را پورته کوي، له دې څخه ډېر څه تمه نشي کېدلی، ځکه د خیالي او ځان بلونکې رهبرۍ فرصت د ټولو هغو کسانو لپاره چمتو شوی چې د خپلو مشرانو په سیوري کې یې په زور خدمت کړی، غلامان وو او په زړه کې یې د مشرۍ هیله او سودا درلوده، خو نه یې شوای کولای.
د قیصاري سناریو د تښتېدلو مخالفینو د نورو ګوندونو، د غړو د سناریو په څېر ده، چې کله نا کله داسې پیښې رامنځته کوي، د څو ورځو لپاره د تفرقې او اختلاف په خړو اوبو کې ماهیان نیسي او له څو ورځو وروسته، د دوی شاوخوا ټول شورماشور خاموش کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


