ایسنا اژانس د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د ایران سپاه پاسداران هوايي او سمندري ځواکونو نن سهار د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې د امریکا پوځ ۱۸ مهم هدفونه په نښه کړي دي.
د سپاه په وینا، دغه بریدونه د علي السالم، احمد الجابر او شیخ عیسی په هوايي اډو ترسره شوي چې له امله یې یاد هدفونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.
ياده دې وي، چې علي السالم، احمد الجابر اډې په کویټ او شیخ عیسی اډه په بحرین کې ده.


