
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي حسام الدین صابري له هندي پانګوالو سره کتلي.
هندي پانګوالو افغانستان کې د پانګونې لپاره شته فرصتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې د اوسپنې او مسو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
ورته مهال ښاغلي صابري د هندي پانګوالو د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د پانګوالو حقوقي او قانوني ملاتړ کوي.

