شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په مکسیکو کې د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې څه باندې ۱۰۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې.ویل شوي، د پېښې پر مهال ۲۴۱ مسافر اورګاډي کې سپاره وو، چې ۱۳ تنه یې مړه او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.د ټپیانو له منځه د پنځو تنو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوې.د مکسیکو ولسمشرې، کلوډیا شینباوم پر دې پېښې خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې حکومتي ادارې له قربانیانو سره د مرستې لپاره په ګډه کار کوي.