
د افغانستان بانک وايي، چې د ياد بانک د لومړي مرستیال صدیقالله خالد په مشرۍ، د برښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره شوې ده.
سرچينه وايي، په دې غونډه کې د بانکي سیستمونو له لارې د عوایدو د راټولولو په اړه د مشرتابه د حکم د تطبیق او د ریاستالوزراء د منظور شوې عمومي ستراتیژۍ د پلي کولو اړوند موضوعات څېړل شوي دي.
ښاغلي خالد ويلي، چې د برښنایي اداینو د پراختیا ستراتیژي به د مالي نظام د عصري کېدو، شفافیت او حساب ورکولو لامل شي او همدارنګه به په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د عصري مالي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې ستراتیژۍ پلي کول یو ملي مسئولیت دی او اړوندې ادارې باید په کې خپل رول ادا کړي.
په ورته مهال د برښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو استازو د یادې ستراتیژۍ منظوري مهمه لاسته راوړنه بللې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړي او د افغانستان بانک له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

