
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا باید ګرینلنډ تر خپل کنټرول لاندې راولي، نه دا چې په اجاره یې واخلي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا قطبي سیمه دا مهال کافي دفاعي وړتیا نه لري او که واشنګټن جدي اقدام ونه کړي، نو امکان شته چې روسیه یا چین هلته خپل نفوذ پراخ کړي.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو پر ګرینلنډ تصرف د واشنګټن او ناټو لپاره حیاتي بللی.
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، چې که د ګرینلنډ خلک له امریکا سره یوځای شي، هر یوه ته به له ۱۰ تر ۱۰۰ زره ډالرو ورکړل شي.

