
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د کندز سپین زر امارتي شرکت له لوري، د دغه ولایت ولایت قلعه ذال ولسوالۍ کې پر ۵۱ جریبه ځمکه د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره، ستر سوداګريز ښارګوټی جوړېږي.
په یاد سوداګریز ښارګوټي کې ۷۸۸ بابه هټۍ، د تېلو پمپونه، یو محراب مسجد شریف، یو باب د ودونو تالار، روغتیایی مرکزونه، دوه بابه رسټورانټونه، د فوټسال ډګر او د څارویو د پېر او پلور مرکز شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه ۵۱ جریبه ځمکه د کندز سپین زر امارتي شرکت ملکيت دی او د یوه خصوصي شرکت له لوري رغول کېږي.

