Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سمیع سادات؛ د پاکستان د سیاسي دریځونو انعکاس ورکوونکی غږ
    لیکني

    سمیع سادات؛ د پاکستان د سیاسي دریځونو انعکاس ورکوونکی غږ

    عمران آغاعمران آغا19 جنوري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    سره له دې چې نړۍ په بيلابېلو جغرافیو وېشل شوې ده او هر هېواد خپل ملي او نړیوال قوانین لري او هڅه کوي چې د نورو هېوادونو له لاسوهنې او تېري مخنیوی وکړي، که هغه په کورنیو چارو کې وي، که په بهرني سیاست کې؛ خو بیا هم د هر هېواد کړنې او د هغه امن یا ناامن وضعیت، پر ګاونډیانو او د سیمې پر هېوادونو اغېز کوي.

    پاکستان چې د افغانستان ګاونډی هېواد دی، پر دې سربېره چې باید له افغانستان سره یې د ښو اړیکو، اقتصادي، سوداګریزو او حتی امنیتي همکاریو په لور ګامونه اخیستي وای، له بده مرغه په تېرو یو ـ دوو کلونو کې یې د افغانستان پر وړاندې ناسم او غلط سیاست غوره کړی دی.

    دا یو څرګند حقیقت دی چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له سترو نړیوالو قدرتونو سره اوږدې جګړې کړې دي، خو هېڅکله یې تسلیمۍ ته غاړه نه ده ایښې، بلکې تل د جګړې له ډګرونو څخه په لوړ سر وتلی او یرغلګر یې مات کړي دي.

    په دې ټولو کلونو کې پاکستان د ګاونډي هېواد په توګه، د افغانستان د بدلونونو او تحولاتو ننداره کړې ده. تمه دا وه چې د افغانستان د پرمختګ او آبادۍ پر وړاندې د خنډونو جوړولو پر ځای، د تښتېدلو مخالفینو له ملاتړ څخه لاس واخلي، د ښو اړیکو لاره خپله کړي او د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.

    خو هغه څه چې افغان ولس یې په وروستیو یو ـ دوو کلونو کې شاهد دی، دا دي چې پاکستان نږدې د یو دښمن هېواد په څېر د افغانستان پر وړاندې دریځ نیولی او څو ځله یې د پوځي لاسوهنې ناکامې هڅې کړې دي، چې له امله یې ګڼ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

    له هغو مسایلو څخه چې پاکستان یې تل ملاتړ کوي، د افغانستان تښتېدلو مخالفینو ته پناه ورکول او د هغوی د ادعاوو او خبرو ملاتړ دی؛ حال دا چې ټولو ته څرګنده ده چې همدغو مخالفینو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د پرمختګ له لوړو څوکو را وغورځاوه او د ناامېدۍ او کړاوونو کندو ته یې ورټېل واهه.

    اوس له همدې تښتېدلو مخالفینو څخه یو تن، چې سمیع سادات نومېږي او په امریکا کې مېشت دی، د پاکستان له یوه مشهور خبریال سره په مرکه کې ادعا کړې ده چې ګواکې په پاکستان کې ټولې ناامنۍ او بدې پيښې د افغانستان د پټو کړنو پایله ده؛ دا داسې خبره ده چې نه کوم سند لري او نه یې عقل او منطق مني.

    د افغانستان اوسني حکومت، د خپلې واکمنۍ په دې کلونو کې، خپل ټول تمرکز پر دې کړی چې د بنسټیزو او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو یوازینۍ سمه لار له ګاونډیانو او نړۍ سره قانوني، سالمې او دوه‌ اړخیزې اړیکې دي. همدارنګه نور هېوادونه هم کولای شي د دوستانه اړیکو له لارې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه ومومي.

    لکه څنګه چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې هېچا ته د تېري اجازه نه ده ورکړې او هېڅکله یې سر نه دی ورته ټیټ کړی، اوس هم هماغه تګلاره تعقیبوي؛ د دوست لاس نیسي او د دښمن سوک شاته تمبوي.

    له شک پرته چې د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې لومړنی حق د ګاونډیو هېوادونو وي او هغوی ته لومړیتوب ورکول کېږي، خو پاکستان پر ناسمه لار باندې تللی او هېڅکله به خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله۲۰۳ منصوري قول اردو: نن شپه خوست کې د ځینو لویو شپنیو وسلو ازموینه ترسره کېږي
    راتلونکي مقاله د پاکستان کراچۍ ښار کې اورلګېدنې نږدې ۱۲ سوه هټۍ سوځولي

    مربوطه لیکنې

    سوله که معامله؟ د سولې بورډ کې د پاکستان شوم نقش

    26 جنوري 2026

    د زرغون بهیر شاتګ؛ حاشیوي بحثونه او د بدلون هیلې

    25 جنوري 2026

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    24 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.