د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست تر چتر لاندې د «Ummah» خيريه بنسټ له لوري ۱۰۰۰ راستنو شويو کورنيو سره د شاوخوا اووه ميليونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر ویلي، د دغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو ریاست له قوله ویلي، چې هرې کورنۍ ته د اووه زره افغانيو په ارزښت خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
ورته مهال د «Ummah» خيريه بنسټ مشر مولوي حامد ویلي، چې تېره ورځ يې هم ۸۰۰ بېوزله، يتيمو او بېسرپرسته کورنیو ته مرسته رسولې او په راتلونکې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


