
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، کاناډا دې د امریکا ۵۱م ایالت، ګرینلنډ ۵۲م ایالت او وینزویلا ۵۳م ایالت شي.
د سپوتنیک د راپور له مخې، ټرمپ دغه څرګندونې د یوې غیر رسمي غونډې پر مهال کړې دي.
ویل شوي، دې غونډه کې امریکایي سیاستوالو، د لویو شرکتونو اجرائیوي مشرانو او نورو مشهورو کسانو ګډون درلود.
د یادونې ده، چې ټرمپ د خپلې نوې ولسمشرۍ دورې له پیل راهیسې په ځلونو ورته څرګندونې کړي دي.

