
د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت لومړي مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د ښوونیز مرکز له منسوبینو سره کتلي.
ښاغلي مظلوم دفاعي ځواکونو ته د وینا پر مهال ویلي، چې د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
هغه دغه راز د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره د زدهکړو له رامنځته شویو فرصتونو پر بشپړې ګټې اخیستنې ټینګار کړی.
ښاغلي فاضل دغه راز د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زده کړو قومندانۍ فعالیتونه ستایلي او د چارو د سمون او پرمختګ په پار یې ورته لازمې لارښوونې کړې دي.

