
کندهار ښاروالۍ وایي، د خپلو سترو انکشافي او پراختیايي پروژو پر دوام یې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په لګښت د یوې سترې بنسټیزې پروژې چارې پيل کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې یاده پروژه د کندهار ډنډ څلورلاري څخه تر «باغ پل» پوري د سړک پراخول او اساسي رغوونه رانغاړي، چې چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
«یاد سړک د ۶۰ مترو په پلنوالي او ۹.۵ کیلومترو په اوږدوالي سره په اساسي، معیاري او عصري بڼه رغول کېږي.»
کندهار ښاروالۍ وایي، یاد سړک د کندهار– هرات لویي لاري مهمه برخه ده، چې له بشپړېدو سره به د همدې مسیر له لاري د افغانستان لوېدیځ ولایتونه له کندهار ښار سره په مستقیم ډول ونښلول شي.

