
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ويلي، واشنګټن غواړي له یوې پراخې موافقې سره مسکو د یوه تجارتي شریک په توګه جذب کړي.
نوموړي د دې موافقې مالي ارزښت او ابعاد د پام وړ بللي دي او له کبله یې جدي خبرداری ورکړی دی.
ټاکل شوې ده چې واشنګټن او مسکو به راتلونکې اوونۍ مستقمې خبرې اترې پیل کړي او دا خبرې به د لومړي ځل له پاره په امريکا کې ترسره کیږي او د درې اړخیزو خبرو اترو بڼه به ولري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خبرداری ورکړی دی چې د روسیې او امریکا ترمنځ دوه اړخیزې خبرې اترې ممکن د دوو هیوادونو ترمنځ د یوې سترې موافقې له پاره د جیو پولیتیک ارزښت لرونکی چوکاټ وي چې د اوکراین په ضرر به تمامې شي.

