
د ملي دفاع وزارت وایي، نن شپه د ردالظلم انتقامي بریدونو په لړ کې د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه د دفاعي ځواکونو له لوري د پاکستان پوځي رژیم یوه لویه پوسته فتحه او د ماینونو په توسط مکمله تخریب شوه.
د یاد وزارت په وینا، د دغې پوستې د سقوط او تخریب عملیاتو کې ۳۰ پاکستاني عسکر چې پکې ۲۰ تنه یې تازهدمي وو، هلاک شول.

