
واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د ایران پر ضد د بریدونو په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې شاوخوا ۵.۶ میلیارده ډالر وسلې مصرف کړې دي.
سرچینې ويلي، په دې کې یوازې د هغو مهماتو لګښت شامل دی چې د عملیاتو په پیل کې کارول شوي. په دې کې د عسکرو، الوتکو او سمندري ځواکونو د لېږد او ساتنې نور لګښتونه شامل نه دي.
یاد مصرف ته په کتو، په واشنګټن کې اندېښنې زیاتې شوي او ځینې قانون جوړونکو اندېښنه ښودلې چې که دا جګړه همداسې شدیده روانه وي، نو د امریکا د پرمختللو وسلو زېرمې به ژر کمې او له لوی تاوان سره به مخ شي.
راپور وايي چې د امریکا د وسلو زېرمې لا د مخه هم اوکراین ته د وسلو د ورکړې او په اسیا کې د پوځي ژمنو له امله د کمښت تر فشار لاندې دي.
له بل لوري بيا پوځي شنونکي وایي، چې د امریکا له لوري منځني خیتځ کې د خپلو دفاعي سیسټمونو ډېر کارول به په هند-پسیفیک سیمه او اوکراین کې د امریکا پوځي وړتیا کمه کړي.

