
مالي خان د پکتیا د وزې ځدراڼ په کنډو کلي کې زېږېدلی دی. همدا یې پلرنی وطن دی، کنډو د غرونو په لمنو کې پروت دی. هغه وخت د موټر لاره نه وه ور تېره شوې، د خلکو تګ او راتګ په خرو او اسونو کېده. دی چې وړوکی و، د غرونو په لمنو کې یې د جلغوزیو تر ونو لاندې ورځ تېرېده، همالته یې دوه وزې څرولې.
د جلال الدین حقاني پلار او د مالي خان نیکه سره وروڼه دي. د حقاني صاحب مېرمن یې خور ده. په ځدراڼو کې یې د دوی پلرینې ته «سادل» ویل. د داودخان د جمهوریت په درېیم کال د حقاني صاحب په سپارښتنه له دوی کلی پاتې شو. د داود خان په حکومت کې کمونيستانو نفوذ کړی و، د حقاني صاحب ګيله یې وا نه ورېده، د دوی د کورنۍ څو کسه یې بنديان کړل او د ده د نيولو حکم یې وکړ. له همدې فشاره دوی هجرت ته مجبور شول.
دوی په توره شپه کډې وتړلې؛ دی د اوو کلونو و، چې په ورکه لار او نامعلوم منزل ووت. له ده د ماشومتوب وړه دنیاګۍ، او په دې وړه دنیاګۍ کې دوه وزې په موږیو تړلې پاتې شوې، ده په شاه ور کتل او وزې بغېدې. د لویې کورنۍ مشران او کشران ټول وتلي وو، د ځدراڼو تنګي درې ته په پښو واوښتل، شپه یې همالته سبا شوه، سبا ورځ یې هم په مزله تېره شوه. څو شپې یې ستړی، ستمېدلی مزل وکړ.
د وزیرستان د اتاخیلو ولسوالۍ ته واوښتل، څو شپې یې همالته دمه جوړه کړه، بیا یې د میرانشاه لوري ته مخه کړه. د زورورو بدي یې کړې وه، د پل اېښودو ځای یې نه و. یو کال یې هلته په کور کېدو ووت. د باد و باران شپې، کله یو ځای خېمې، کله بل ځای.
د ۱۹۷۵م کال وروسته ورو، ورو نور کډوال هم ور مات شول. دا وخت دوی د میرانشاه په کېله کې اوسېدل. د هجرت په هماغه ترخه صحرا کې یې وړوکی کلی جوړ شو. دا وخت یې د کلي جومات ته یو نیم مجاهد هم راتله، مالي خان همالته درسونه ویل. د مجاهدینو لیدو خوند ورکاوه، کله کله به یې د هغوی مجلسونه اورېدل، ترې متأثره و. دی لا لس کلن نه و، له لرګي یې ټـوپک جوړ کړی و، په غاړه یې و. ډېر یې زړه غوښتل چې دا خپل خیال یې په حقیقت واوړي.
مالي خان په لس کلنۍ کې د مجاهدينو مرکزونو ته تلی، درې – څلور مياشتې به یې همالته تېرولې. هغه وخت یې اوږې نازکې وې، د ټوپک نه وې، ده د مرکز خدمت کاوه، اوبه راوړل، اور بلول او نور. هماغه وخت یې لا عجیبې منظرې ولیدې، چې له وړو سترګو یې لویې وې او له نازک زړه یې کلکې وې.
کله چې افغانستان ته شورويان راغلل، دی زلمی شوی و او څو ملګري یې هم پيدا کړي وو. اول ځل د خوست اتمان غر ته لاړ. له يو کنډو بل، له بل څخه بل ته تلو. اوږد ټوپک به یې په اوږه و، له ټټر به یې ګردنۍ تاو وه. چې په سنګر کې به نه و، بیا به دې د حقاني صاحب په محافظینو کې غوښت.
په ۱۹۸۵م کال کې یې ټانګونو ته مرمۍ ور وړې. دا دنده اسانه نه وه، د اور له منځه تېرېدل وو. هلته هم د مرګ کندې ډېرې وې، خو د ده لار ترې چپېده. یو وار یې د شهید حاجي خليل حقاني ټانګ ته مرمۍ ور ورسولې، له هغې خوا چې راتلو، د سکاټ توغنديو لار ترې ورکه کړه، په يوه زړه ګاره کې ننوتی و او رابطه یې پرې وه. ټوله شپه څوک ترې خبر نه شول، په سبا یې چې حقاني صاحب سره حال ونيو هغه ور ته کړل: «لا ژوندی یې، ته خو مو په شهیدانو کې ليکلی وې.»
هغه مهال حقاني صاحب دوه محاذونه لرل، دی به کله د زرمت، کله د ځدراڼو په محاذ کې و. لوږې، تندې او بې خوبۍ به یې ګاللې. کله چې پر خوست جنګ و، مالي خان په تور غره کې و، په هغه غره کې چې په لمنو کې یې لمبې او سکروټې وې. ده په هماغو سرو لمبو کې د ميلن مزايل تمرين وکړ، بیا به له ملګرو سره د زرمت په دښتو کې ګرځېده، چې ښکار وکړي.
کله چې کابل ته تنظیمونه راغلل، مالي خان له حقاني صاحب سره په چهلستون کې دېره و. يو ماسپښین یې چې د کابل چکر واهه، له دوو ملګرو سره د دوستم ملېشو ونيو. له يوې تکيه خانې بلې ته، لکه د مرګ له کوڅې چې تېرېږې، خو نه یې وه پوره؛ يوه شپه او ورځ د مرګ په انتظار ناست و، خو اخر را ووت. دی تر هغې پورې په چهلستون کې و چې اخر حقاني صاحب يو او بل ته په ننواتو ستړی شو او خپلو ملګرو ته یې کورونو ته د تګ اعلان وکړ.
مالي خان کور ته لاړ، د موټرو تجارت یې شروع کړ، بیا یې د حج سفر وکړ، څه وخت په خوست کې و، بیا د ملا بورجان په غوښتنه او د حقاني صاحب په هدايت د چهار اسیاب محاذ ته لاړ. ده هلته د ګيلم جم او مسعود د ملېشو څو ټانګونه وويشتل، اخر ملا بورجان ورته کړل: « د مخابرې شبکه دې بدله کړه، ستا په سر یې انعام ايښی دی.»
ټول ژوند یې له اورونو تېرېدل و، ننګرهار ته لاړ او تر کابله لاره یې په خرپنده جنګ ووهله. کله چې فتحه راغله، د بنديانو مسؤل شو. په شمال کې یې د بنديانو تبادله کوله. په شمالي کې چې د بل جنګ لمبې خورې شوې، مالي خان ځان د خپلې ډلې تکيې ته ور رسولی و. له باګرامه تر سالنګونو لاړ. کله به په يو، کله په بل قمربند کې و. تر اخره همالته پاتې شو، آن هغه ورځ چې د امريکايانو توغندي راتلل، دی د باګرام په خط کې و.
کله چې تېر امارت ړنګ شو او د مبارزې صفونه له سره جوړېده، د امريکا د قوت اوازې خپرېدې. حاجي مالي خان د حقاني صاحب په هدايت بېلابېلو ولايتونو ته لاړ، هلته یې زاړۀ قوماندانان پيدا کړل او د حقاني صاحب دا پيغام یې ور ورساوه چې: «د تورې مخ رڼا دی، له سره یې پيلوو.»
مالي خان د ګوتو په شمار له هغو کسانو و چې په خوست کې یې لومړني فعاليتونه را پيل کړل. د دوی څو کسو، څو فعاليتونه هغه وخت هم نوې خبره وه او هم د معرکې د لا ګرمېدو الهام و. تر هغې لګيا و چې په ۲۰۰۳م کال کې د حاجي خليل او څو نورو مشرانو سره يو ځای په پاکستان کې د امریکايانو او پاکستاني استخباراتو په ګډه چاپه کې بندي شو؛ په هغه زندان کې لکه د دوزخ نمونه، پلن دېوالونه او تربته ساه.
د پاکستان په يو او بل زندان پټې سترګې او تړلي لاسونه ګرځول کېده، د مړي او ژوندي معلومات یې ورک وو. څلور کاله یې تېر کړل، هيڅ تحقیق او محکمه یې و نه شوه. ده ته یې فقط همدومره ويلي وو: «ستا او خليل الرحمن حقاني په خلاصون زموږ وس نه رسېږي، تر څو چې امریکا وي، تر څو چې مشرف وي او پاکستان وي؛ همدلته به پراته یئ.»
مالي خان څلور کاله د ژونديو غږونه وا نه ورېدل، اسمان یې ونه ليد. دا ټول کلونه یې په تيارو او د مقبرې غوندې په غليو زندانونو کې تېر شول. اخر په جنوبي وزيرستان کې له سلګونه پوځيانو سره په تبادله کې دوی هم را خلاص شول.
له زندان څخه چې را خلاص شو، بیرته افغانستان ته راغی. د پکتيا او خوست د غرونو په کنډوونو کې دېره شو. ده د مجاهدينو صفونه جوړ کړل، د مبارزې او معرکې د لا ګرمېدو هدايت یې ورکړ. کله چې یې فعاليتونو زور واخيست، په دښمن یې سړه تبه راوسته؛ په ۲۰۰۹م کال کې یې انځورونه ووېشل شول او د ځای پر معلومولو یې انعام کېښودل شو.
يوه ورځ یې ملګري ورته ويل: ټولو دې نوم واورېد، له دې خبرونو او پر سر دې له انعام ته خپه نه یې؟ مالي خان ور ته ويلي وو: نه، خوشحال یم. ايله چې قوي دښمن، د دښمن په سترګه را ته وکتل. د ده له خولې چې په هغو وختونو کې ملګرو بار، بار احوال را کاوه چې ته خو هر چېرې بې باکه ګرځې، په دې درې ولايتونو کې چې هر څه کېږي، په تا پسې یې ليکي. وايي ما ور ته ويل: پرېږده، اخر به یې کتابچې ډکې شي.
د دښمن تر سخت تعقیب لاندې و، څو ځله سخت بمبارد پرې وشو او څو ځله یې د مرګ له منګولې پرواز وکړ. اخر د منګلو په غرونو کې ونيول شو. د مالي خان پر مېړانه دښمن هم سترګې نه شوای پټولای، اعتراف یې کاوه؛ دی یې چې کله باګرام ته يووړ، اوله خبره د امریکايي محقق «جان» ورته دا وه چې: «زړور قوماندان وې، په دې خپه يم چې ویې نيولې، خو په دې خوشحال يم چې ژوندی یې!»
بیا یې ور ته کړل: «ته به مو ډېر وختي نیولی وې، موږ ته ستا د درک حال راتلو، خو زړه ته مو نه لوېده، نه مو منله چې يو ستر قوماندان او د لویې کورنۍ سړی دې په داسې ځایونو کې وګرځي. زياتره پتې دې موږ ته نږدې وې، دا خو مو بيخي نه شوه منلای. اوس مو چې ونيولې، پوی شوو چې د جاسوسانو راغلي راپورونه ټول رښتيا وو.»
څو شپې وروسته په بل تحقيق کې مالي خان د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي: «زموږ ډله درې انتخابه لري، يا به په غرونو کې جنګېږي او يا به دې ځای ته راځي چې زه ناست يم؛ بل انتخاب نشته.» مالي خان د باګرام په تور زندان کې و، په داسې ځای کې چې د ورځې او شپې درک یې نه معلومېده. ده هلته درې مياشتې تېرې کړې.
په باګرام کې یې محاکمه کېږي، همالته مالي خان ته وکيل وايي چې: تا سره یې راکټ نيولی دی، د جنګ له صحنې یې راوستی یې. د وکيل دا توقع وي، چې مالي خان به منکرېږي او يا به د سوال او زارۍ لمن نيسي، خو د مالي خان خبره جالبه وي، ورته وايي: «په دې کې شک نشته، راکټ مې هم خپل و، وطن ازادوو. چې بیا ووځم، بیا به مې همدا کار وي.»
يو وخت چې بهر حالات خرابېږي، ده ته یوه ډله امريکايان ورځي، ورته وايي: دا ډز او ډوز ټول ستا د خوريونو کار دی، سوله راسره وکړه. دی ورته وايي: «زه یې جنګ ته را لېږلی وم، تاسې ونيولم چې ووځم، بیا مې دوی سولې او خبرو ته رالېږي، بيا به درسره وغږېږم.»
په باګرام زندان کې یې نهه کاله ووتل، اخر د اسټراليايي او امریکايي استادانو په تبادله کې له خپل خوريي حافظ انس حقاني سره يو ځای را خلاص شو. له فتحې وروسته د لوګر والي و او اوس د پوځ د لوی درستيز مرستيال دی.
پرون د حاجي مالي خان د يو مسلکي ګوزار ويډيو رسنيزه شوه. ملګري یې راته کړه:«ډېرو ته پوسته ښکاري، خو هلته يو ټانګ پټ و، چې يوازې میل یې راوتی و. څو شپې مخکې همدې ټانګ څو تنه مجاهدين شهيدان کړل. چې هغه ورځ حاجي صاحب په خپل مهارت په نښه کړ. دا توغندی له فاير کېدو وروسته له دستګاه څخه رهبري کېږي، مرمۍ پسې شا ته تار وي، بايد تر هدف پورې یې ويشتونکی مديريت کړي.»
دا یې نه اول ګوزار و، نه اخر دی، د هغه ټول ژوند په لمبو کې او د سکروټو په مزلونو کې تېر شو. هغه د غرونو له کنډوونو، د تېږو له بالښتونو او د اور له لمبو سره له پخوا بلد دی. د خپلې مبارزې نيمايي عمر یې په زنداونو کې تېر شو او دواړه ځله په تبادله کې خلاص شو.
د حاجي مالي خان دا خاطرې د هغه له ناچاپ کتاب را اخیستل شوې دي. کتاب یې د چاپ په وروستۍ مرحله کې دی، ډېر ژر به چاپ شي. د ده د ژوند او د افغانستان د تاریخ عجیبې به پکې ولولئ!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.

