
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست سبا ( یکشنبه) د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې باران او تېزو بادونو اټکل کړی.
په یادو ولایتونو کې هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، غور، هلمند، کندها، زابل، ارزګان، دایکندي، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، پروان، بغلان، ننګرهار، تخار، نورستان او بدخشان ولایتونه شامل دي.
ویل شوي، په مختلفو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ مليمترو او د واورې له ۱۰ تر ۳۰ ساتني مترو پورې وي.
د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په جنوبي، مرکزي، او شمالي ولایتونو کې د شدیدیو بادونو اټکل هم کړی چې سرعت به یې ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې و اوسي.

