د هند بهرنيو وزارت ویاند رندیر جیسوال پرون سه شنبه د خپل اونيز کنفرانس پر مهال ویلي، چې هېواد یې د افغانستان پر کونړ او پکتيکا ولايتونو د پاکستان بريدونه، چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي، په کلکه غندي.
د هند بهرنيو وزارت ویاند د پاکستان هوايي بريدونو کې د وژل شویو ملکي وګړو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د ژر او بشپړې روغتیا هیله کوي.
هغه زياته کړې، چې د یوه خپلواک ګاونډي هېواد پر وړاندې دا ډول پوځي تېری د سیمې د سولې او امنیت له اصولو سره په ټکر کې دی.
هغه ټینګار کړی چې هند د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانانو د هوساینې او خیر لپاره خپل ثابت ملاتړ بیا تاییدوي.


