
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د ملي بس امارتي شرکت تېره ورځ (د وري، دویمه) د کابل ـ پکتیا پر لویه لاره د ملي بسونو د تګ راتګ بهیر پیل کړ.
د ملي بس امارتي شرکت مسئولیو ویلي، چې د یادې لویې لارې مسافرین اوس کولای شي، له امارتي ملي بسونو سره منظم، خوندي او ارامه سفر وکړي.
مسئولینو وړاندې ټینګار کړی، چې دغه ګام هېوادوالو ته د لا ډېر خدمت او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اخیستل شوی دی.
#هندوکشغږ

