
د هېواد د سوادګرۍ او پانګونې خونې ويلي، افغانستان او ازبکستان د سوداګریزې شورا لومړنۍ غونډه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونې د مشرانو او غړو په حضور کې په تاشکند ښار کې ترسره شوه.
د سرچينې په خبره په دې غونډه کې د شورا د جوړښت تړون د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د مشرانو لهخوا لاسلیک شو.
چارواکو دا شورا د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او سوداګریزو ستونزو د حل لپاره مهم ګام بللی دی.
ازبکستاني لوري هیله ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه به په راتلونکو کلونو کې له ۱.۶۸ میلیاردو ډالرو څخه ۵ میلیاردو ډالرو ته لوړه شي او د سوداګرو لپاره به نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

