
د وحدت ګوند مشر «محمد محقق» د پاکستاني رژيم پوځ مشر عاصم منير خپل ګران ورور ياد کړی او د هغه د روغتیا او سلامتیا له هيلې وروسته یې اجازه غوښتې، چې د امريکا او ايران ترمنځ د پاکستان د اوربند هڅو مبارکي ورکړي.
محقق چې د وحدت ګوند ترڅنګ د مقاومت شوری د سیاسي کمېټې مشر هم دی، په خپل پیغام کې د پاکستاني رژيم مشرانو ته په خورا چاپلوسۍ ويلي، چې د اوربند هڅو دا اقدام یې «تاریخي ګام» دی او په وينا یې دا چاره نه یواځې د پاکستان لپاره د ویاړ سبب شوې، بلکې سیمه او نړۍ یې د یوې احتمالي سترې انساني فاجعې څخه ژغورلې ده.
هغه همداراز ټینګار کړی چې پاکستان یو ځل بیا ثابته کړه چې په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی هېواد دی. محقق په داسې حال کې، د پاکستاني رژيم پوځ مشر عاصم منير ته د ګران ورور خطاب کوي، چې څه موده وړاندې د نوموړي په امر کابل کې د روږدو پر روغتون برید کې سلګونه کسان شهیدان شول.
محمد محقق د ياد بريد پر مهال کوم غبرګون ونه ښوده؛ خو نن یې د ملکي افغانانو د قاتل عاصم منير د ستاینې په موخه پيغام خپور کړی دی.

