
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا کانګرس به راتلونکې اوونۍ هغه پرېکړهلیک رایې اچونې ته وړاندې کړي، چې د ایران پر ضد د پوځي اقدام په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ډونالد ټرمپ واک محدودوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دې پرېکړهلیک هدف له ایران سره د جګړې درول او د ډونالډ ټرمپ اړ کول دي، څو د هر نوي برید لپاره د کانګرس اجازه ترلاسه کړي.
د امریکا کانګرس کې د ډیموکراټانو مشر چاک شومر ویلي: «کانګرس باید په ځانګړي ډول په دې خطرناک پړاو کې خپل واک بېرته عملي کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ایران او امریکا ترمنځ پر یوه ۱۴ ورځنې اوربند هوکړه شوې.

