
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، روانه اوونۍ د پاکستاني رژیم له زندانونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي.
د سپین بولدک د ځایي مسوولینو په خبره، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د یاد رژیم په زندانونو کې بندیان وو.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې راستانه شوي افغان کسان سپین بولدک امریت کې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

