د نیویارک ټایمز نوې څېړنه، چې د سپوږمکۍ په مرسته اخیستل شویو انځورونو او مستندو ویډیوګانو ولاړه ده، ښيي چې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ایران ملکي زیربناوو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
دغه څېړنه کې ویل شوي، چې ډېری بریدونه په ګڼ مېشتو سیمو، په ځانګړې توګه د پلازمېنې تهران په زړه کې ترسره شوي، چې له امله یې ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.
سرچینې وړاندې زیاته کړې، چې د دغو بریدونو اغیزې یوازې پر پوځي هدفونو محدودې نه وې، بلکې په عامه ځایونو کې یې د ویجاړۍ کچه خورا لوړه ده.
نیویارک ټایمز په خپله څېړنه کې ویلي، چې د ایران پر ملکې تاسیساتو د برید موضوع په نړیواله کچه د عامه خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې را ولاړې کړې دي.


