د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د کاتولیکانو پر مشر پاپ لیو توندې نیوکې کړي. ټرمپ هغه د جرمونو په مخنیوي او بهرنۍ پالیسۍ کې “کمزوری” بللی دی.
د سياېناېن د راپور له مخې، ټرمپ ویلي، چې کاتولیکې کلیسا پاپ لیو یوازې د دې لپاره ټاکلی چې هغه امریکایی دی او کولای شي د ټرمپ له ادارې سره اړیکې مدیریت کړي.
ټرمپ د پاپ لیو د ورور (لویس) په اړه ویلي، چې تر لیو هغه (لویس) ته ډېر احترام لري، ځکه لویس د ټرمپ د شعار (MAGA) پلوی دی.
ټرمپ پر پاپ نیوکه کړې چې ولې د ایران د اټومي وسلو او پر وېنزوېلا د امریکا د بریدونو په اړه د “سختدریځو چپ اړخو” نظر لري.
نوموړي د کاتولیک له مشر، پاپ لیو غوښتي چې د سیاست پر ځای پر دیني چارو تمرکز وکړي او د کلیسا له زیانمنولو لاس واخلي.
پاپ لیو تر دې وړاندې پر ایران او لبنان بریدونه غیر قانوني بللي او ویلي یې دي، چې دغو جګړو ته مذهبي رنګ ورکول، جواز نهلري.


