العربیه راپور ورکړی، چې د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د “زامفارا” ایالت په یوه کلي کې د ځایي خلکو او وسلهوالو غلو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي دي.
د راپور له مخې، زامفارا د نایجریا له هغو ایالتونو څخه دی چې جنايي وسلهوالې ډلې پکې وخت نا وخت پر کلیوالي سیمو د غلاوو په موخه بریدونه کوي.
ویل شوي، دغو جنایي ډلو په وروستیو کې د نایجریا د شمال ختیځ له تندلارو سره هم اړیکې ټینګې کړې دي.


