Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»منځنۍ اسيا ته د پاکستان نوی ټرانزیټي دهلېز له پیل سره سم د ناکامۍ له پوښتنو سره مخ دی
    سیمه

    منځنۍ اسيا ته د پاکستان نوی ټرانزیټي دهلېز له پیل سره سم د ناکامۍ له پوښتنو سره مخ دی

    عمران آغاعمران آغا14 اپریل 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان تازه هڅه کړې چې د ایران له لارې ازبکستان ته د سوداګرۍ نوی مسیر فعال کړي، خو د دې اقدام له اعلان سره سم کارپوهانو او سوداګرو د دې لارې پر عملي کېدو او اقتصادي اغېزمنتیا جدي پوښتنې او شکونه څرګند کړي دي.

    څېړونکي او حقوقي متخصص، نظيم سمون په دې اړه ويلي، چې دا مسیر د کراچۍ له بندره پیل او د ایران، ترکمنستان له لارې تر تاشکند پورې رسېږي چې ټولټال شاوخوا ۴۴۰۰ کیلومتره واټن لري او لږ تر لږه ۱۴ ورځې وخت نیسي.

    د نوموړي په خبره سربېره پر دې، د رېل پټلۍ د ګېج توپیر له امله په څو پړاوونو کې د بار تخلیه او بیا بارول کېږي، چې هم وخت ضایع کوي او هم لګښتونه زیاتوي.

    د هغه په باور دا اوږده او پېچلې لاره نه یوازې ګټوره نه ده، بلکې د سوداګرو لپاره به یو دروند مالي بار هم وي او زیاتوي، چې هېڅ هوښیار سوداګر به داسې مسیر انتخاب نه کړي چې هم اوږد وي، هم قیمته او هم له تخنیکي ستونزو ډک.

    د ښاغلي سمون په خبره بل لور ته، د افغانستان له لارې د کراچۍ–پېښور–کابل–حیرتان–تاشکند مسیر شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لري او یوازې په ۵ ورځو کې توکي منزل ته رسېږي، چې دا یې څو چنده ارزانه او چټکه لاره ګرځولې ده.

    نوموړی ټینګار کوي چې د پاکستان دا اقدام تر ډېره سیاسي بڼه لري او هدف یې دا دی چې د افغانستان بدیلې لارې وښيي؛ خو په عمل کې دا هڅه نه شي کولی د افغانستان د جغرافیایي موقعیت او ارزښت بدیل وګرځي.

    هغه زیاتوي، پاکستان چې له یوې خوا یې د افغانستان لارې محدودې کړي او له بلې خوا یې یو مهم بازار له لاسه ورکړی، اوس هڅه کوي د داسې غیر عملي پروژو له لارې خپل سوداګر قانع کړي؛ خو دا ډول اقدامات به د واقعیتونو بدلون رانه ولي.

    نظيم سمون په پای کې ټينګار کړی، چې افغانستان لا هم د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ تر ټولو لنډه، ارزانه او اساسي ترانزیتي دروازه ده، او پاکستان به بالاخره اړ شي چې د سیاسي فشارونو پر ځای د ازادې سوداګرۍ اصولو ته غاړه کېږدي.

    مخکینۍ مقاله‏د پنجشېر والي د یوناما د مرکزي زون له رئیس سره د همکاریو پر پیاوړتیا غږېدلی
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو د خپلې محکمې په حکم یو پاکستانی جاسوس هلاک کړ

    مربوطه لیکنې

    پاکستان له لویو ښارونو بهر پر خبري پوښښ سخت بندیزونه ولګول

    5 اگست 2026

    ايران د سیمې د انرژۍ مهمو زېربناوو د په نښه کولو ګواښ کړی

    1 اگست 2026

    د پاکستان پوځي رژیم د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي: زموږ اوسنی نظام تباه شوی، زوال یې حتمي او د اصلاح وړ نه دی

    30 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 8 اگست 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: امریکا استعمارګره او قاتله ده، موږ خبرو ته اړ کړه

    تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، امریکا د اسلامي…

    د تېر جمهوريت د فراه او زابل ولایتونو امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی: وطن د شخصي عقدو او سیاسي سیالیو په بیه نه ساتل کېږي

    8 اگست 2026

    د افغان حکومت مشرتابه د پوهنتونونو له مشرانو سره ناسته کې د محصلینو د علمي او ديني روزنې پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    8 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: امریکا استعمارګره او قاتله ده، موږ خبرو ته اړ کړه

    8 اگست 2026

    د تېر جمهوريت د فراه او زابل ولایتونو امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی: وطن د شخصي عقدو او سیاسي سیالیو په بیه نه ساتل کېږي

    8 اگست 2026

    د افغان حکومت مشرتابه د پوهنتونونو له مشرانو سره ناسته کې د محصلینو د علمي او ديني روزنې پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    8 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،238 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.