له غزې سره د افغان حکومت شاوخوا پنځه سوه ټنه بشري مرستو ته، په نړيواله کچه ګڼ مثبت غبرګونونه شوي، چې له دې ډلې د ټولنيزو رسنيو د ځينو عرب کاروونکو مهمې څرګندونې په لاندې ډول دي.
د سعودي عربستان مشهور عالم عماد المبیض ويلي، خدای پاک دې پر افغانانو برکت کېږدي، چې د غزې له مظلومانو سره یې مرسته کړې ده.
هغه زياته کړې «نه پوهېږم نور اسلامي هېوادونه له دغه ډول خیریه کارونو څخه کوم شي منع کړي دي؟.»
پر دې سربېره مصري خبريال صلاح بدیوي، ويلي
خدای پاک دې د «اسلامي امارت» له مشرانو راضي شي، چې د غزې مظلومان یې نه دي هېر کړي او مرسته یې ورسره وکړه.
د الجزيرې د يمن څانګې د خبريال سمیر النمري، په خبره افغانستان له غزې سره فوق العاده مرسته کړې ده.
او همدا راز غزه کې د بيبيسي خبريالې فاید ابو شماله ويلي، چې افغانستان له غزې سره مرسته کړې ده. دا داسې مرسته ده، چې د خدای جل جلاله له رضا پرته بل هېڅ هدف نه لري.


