د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ، په ۲۰۲۵م کال کې امنیتي او دفاعي هوکړه په خورا ډنډورو لاسلیک شوه، چې په حقیقت کې له عربستان سره د پاکستان له لوري د غدر او خیانت د یوه نوي فصل پیل و. دغه تړون چې د ګډو امنیتي ګټو او مبارزې په نوم رامنځته شوی و، د پاکستان لپاره یوازې یوه مالي پروژه وه، ترڅو د سعودي په نویو پورونو او تېلو خپله تشه خزانه ډکه کړي؛ خو کله چې د عمل میدان را ورسېد او د ایران – امریکا د جګړې لمبې د سعودي عربستان تر حریم ورسېدې، پاکستان نه یوازې دا چې خپله وسلواله ننګه ونه کړه، بلکې په خورا بې شرمۍ یې د عربستان له امنیتي برخلیک سره جفا وکړه او د محافظه کاره سیاست په خپلولو یې خپل متحد یوازې پرېښود.
د دغه تړون تر شا د پاکستان پټ او خطرناک اهداف د سعودي عربستان دفاع نه وه، بلکې پاکستان غوښتل چې د سعودي عربستان له نوم او نفوذ څخه د افغانستان او هند په وړاندې د یوې سیاسي او نظامي وسیلې په توګه کار واخلي. د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ هڅه کوله چې سعودي عربستان په داسې یو جنجالي چوکاټ کې راګیر کړي، چې په سیمه کې د دوی له مغرضانه تېریو او نیابتي لوبو څخه دفاع وکړي. دوی په دې لټه کې وو چې د کابل او نوي ډیلي په وړاندې خپلې شومې موخې د سعودي په ډیپلوماټیک او مالي پوښ کې پټې کړي او په دې توګه خپل ګاونډیان له یوې لویې نړیوالې انزوا، فشار او بالاخره شخړې سره مخ کړي.
د پاکستان خاصې پوځي کړۍ غوښتل چې سعودي په لویو سیمه ییزو جګړو کې ښکېل کړي، ترڅو د سعودي پام او امکانات د هند او افغانستان پر ضد استعمال کړي. د دوی هدف دا و چې سعودي د دوی د پخوانیو عقدوي او سیاسي جګړو په ډګر کې د یو مالي او نظامي تمویلونکي په توګه ولوبوي، خو دا پلان په خورا شرمناکه توګه له ماتې سره مخ شو. کله چې سعودي ولیدل چې پاکستان په خپله خاوره کې د نامسؤله وسلوالو ډلو د مهارولو توان نه لري او یوازې غواړي چې سعودي د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د ډال په توګه وکاروي، نو دغه بې باوري خپلو وروستیو پړاوونو ته ورسېدل.
د پاکستان دا هڅه چې ګواکې له سعودي سره امنیتي تړون به د افغانستان د نوي اسلامي نظام او هند د پیاوړې ډیپلوماسۍ په وړاندې یو توازن رامنځ ته کړي، د دوی د پوځي کړۍ د ناسنجیده سیاستونو له امله ناکامه شوه. کله چې سعودي د ایران د بریدونو له امله زیانمن شو، پاکستان یوازې په محافظهکارانه ډول پر ډيپلوماسۍ تکیه وکړه او سعودي ته یې ثابته کړه چې پاکستان هېڅکله د یو مخلص متحد په توګه د دوی تر څنګ نه درېږي، بلکې یوازې غواړي چې د سعودي له مالي قدرت څخه د افغانستان او هند د بې ثباته کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.
د پاکستان پوځي رژیم دغه دوه مخي سیاست او په جګړه کې بې غورۍ دا روښانه کړه چې دوی په کړو وعدو کې تل پاتې راغلي دي. پاکستان نه یوازې په سیاسي ډګر کې د سعودي کافي ننګه ونه کړه، بلکې په فزیکي جګړه کې یې هم د عربستان تر څنګ د درېدو همت ونه کړ. دغه غدر د دې لامل شو چې سعودي عربستان د تړون له مادو څخه د پاکستان په پټو او مغرضانه اهدافو پوه شي. سعودي اوس درک کړې چې پاکستان د دوی له امنیتي اړتیاوو څخه د خپلو ګاونډیو په وړاندې د امتیاز اخیستنې د وسیلې په توګه کار اخلي، چې دې کار د پاکستان اعتبار د سعودي په وړاندې کمزوری کړ.
د پاکستان او سعودي عربستان امنیتي تړون د پاکستان د خیانتونو په تاریخ کې د یو طرفه مغرض تړون په توګه ثبت شو. دغه هېواد نه یوازې دا چې له سعودي څخه یې دفاع ونه کړه، بلکې هڅه یې وکړه چې دغه هېواد په خپلو سیمه ییزو دښمنیو کې ښکېل کړي. د پاکستان دغه ناکامې ستراتیژۍ وښوده چې غدر او خیانت هېڅکله پایښت نه لري. سعودي عربستان اوس د یو داسې شریک په درلودلو پښېمانه دی چې ګټه ترې غواړي، خو د خطر پر مهال محافظه کارۍ ته مخه کوي. دا د پاکستان د هغو پوځي کړیو لپاره لویه ماتې ده چې غوښتل یې سعودي په سیمه ییزو شخړو کې ښکېل کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


