د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي، چې ځواکونو یې تېره ورځ په جلا جلا بریدونو کې ۲۹ پاکستاني پوځیان هلاک او ټپیان کړي دي.
یاد بریدونه د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه او د خیبر پښتونخوا په ټانک، کوهاټ، دېره اسماعیل خان، بنو، لکيمروت، شمالي، وزیرستان او باجوړ ولسواليو کې ترسره شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، تر ټولو مرګوني بریدونه د خیبر پښتونخوا په ټانک او کوهاټ ولسوالیو کې ترسره شوي دي. ټانک کې ۱۳ پوځیان ځای پر ځای هلاک، یو شمېر نور ټپیان شوي او یو موټر یې له منځه وړل شوی دی.
پر دې سربېره پاکستاني طالبانو د کوهاټ لاچي سیمه کې پاکستاني پوځ او پولیسو ته کمین ورکړی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۳ تنه هلاک او ټپیان شوي.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي، په دغه برید کې د هلاک شویو عسکرو جسدونه، ټپي شوي پوځیان او تخریب شوي موټر تر سهاره د برید ځای کې بند پاتې وو.
د پاکستاني پوځي رژیم په دې تړاو څه نهدي ویلي.


