د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ (جمعه) له ګاونډیو هېوادونو ۸۸۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د یاد کمېسیون د خبر له مخې، د دغو تازه راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر ۴زره او ۶۷۳ کسانو ته رسېږي.
د معلوماتو له مخې تر ټولو ډېرې ۶۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳زره او ۷۷۷ تنو ته رسېږي، د تورخم له لارې راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ ۷۸۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې، له ۴۰۸ کورنیو سره مرسته شوې او پر راستنو شویو کډوالو ۸۴۶ عدده وړیا سیمکارټونه هم وېشل شوي دې.


