د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امير خان متقي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير، شهزاده فیصل بن فرحان سره ټلیفوني خبرې کړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، دې ټيليفوني اړیکه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سعودي کې د مېشتو افغانانو لپاره پر اسانتياوو او سيمهييزو مسايلو خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي سعودي مېشتو افغانانو ته د معلوماتو لېږد او ډيپلوماټیکې استازولۍ کې د بشري ظرفیت لوړولو هرکلی کړی دی.
په ورته مهال د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو ډيپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار او د ډيپلوماټیکو استازولیو د ظرفیت لوړلو هر کلی کړی.
نوموړي دغه راز سیمه کې ثبات د ټولو لپاره مهم بللی او د شخړو پای ته رسېدو لپاره یې پر خبرو اترو او ډيپلوماسۍ ټینګار کړی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لوريو د اړيکو پر دوام او په مناسب فرصت کې د ليدو ژمنه هم کړې ده.


