Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د سیاسي پروسو د ناکامۍ پیل؛ د ویانا شپږم پړاو ولې وځنډول شو؟
    سیاسي لیکني

    د سیاسي پروسو د ناکامۍ پیل؛ د ویانا شپږم پړاو ولې وځنډول شو؟

    عمران آغاعمران آغا28 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ویانا پروسې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، خپله شپږمه ناسته ځنډول شوې اعلان کړې؛ د ځنډولو علت یې وروستۍ پېښې، په سیمه کې پېچلی او حساس وضعیت او پر سیاسي فضا د هغه اغېز یاد کړی دی. د ویانا پروسې جوړوونکو ټینګار کړی، چې د ویانا شپږمه ناسته به په مناسب وخت او له سیمه‌ ییزو پېښو سره سمه ترسره شي.

    په عاميانه اصطلاح که ووایو، په کاروباري او بازاري سیستم کې، د هر جنس د خرڅلاو لپاره خپل د پلور وخت وي، یعنې د اوړي اجناس په ژمي کې څوک نه اخلي او ژمني جنسونه په اوړي کې د استفادې وړ نه وي. دوی په دې پوهېدلي، چې په اوسنیو شرایطو کې یې د سیاست په بازار کې څوک په دوه روپۍ هم نه اخلي. دوی د ویانا پروسې ته یو سیاسي راټولېدنه وایي، مګر بیا هم پرته له دې چې شرم وکړي، د خپل پلور نامناسب شرایط د ځنډ عوامل یادوي؛ همدې ځنډ د مخالفینو د بشپړې بهرنۍ تکیې اړخ هم روښانه کړ.

    اصلاً که مخالفین ځواک وای، ناستو ته یې اړتیا نه وه. د دې خبرې معنی دا ده، هغه ډلې او اشخاص چې ځانونه د اوسني حکومت مخالفین او بدیل بولي، که په رښتیا یې سیاسي نفوذ، ولسي ملاتړ، منظم تشکیلات او یا هم مؤثر میداني ظرفیت لرلی، نو د پرله‌ پسې بهرنیو کنفرانسونو او اعلامیو اړتیا به نه پیدا کېده. قوي جریانونه عموماً خپل حضور د اروپا په ښارونو کې د غونډو په جوړولو سره نه، بلکې د خلکو په منځ کې، د منظم سازمان، واضحې برنامې او عملي اغېز له لارې ثابتوي. په همدې اساس د ویانا ناستې د خلکو په نظر د قوت نښه نه، بلکې د کمزورۍ او د واقعي نفوذ د نشتوالي بېلګه ګڼل کېږي.

    دغه ناستو په تېرو پنځو پړاوونو کې، خپلې موخې دا ډول ښودلې؛ دوی وویل د افغانستان لپاره به یو بدیل سیاسي چوکاټ جوړوو، مخالف جریانونه به راټولوو او نړیوال ملاتړ به تر لاسه کوو. خو د پنځو پړاوونو تر تېرېدو وروسته نه یوازې کوم عملي بدلون رامنځته نه شو، بلکې شپږم پړاو چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶م کال په می میاشت کې جوړ شي، وځنډول شو. خو د دې ځنډ تر شا اصلي عوامل په اعلامیه کې لیکل شوي ټکي نه، بلکې ژور سیاسي، تشکیلاتي او اعتباري بحرانونه دي.

    د دغسې ناستو د ځنډ یا کم رنګه کېدو بل لوی لامل د جنګ سالارانو منفي سابقه هم ده، افغان ولس د کورنیو جګړو، فساد، انحصار، قومي معاملاتو او ناکامو ائتلافونو حافظه لري، چې له امله یې یاد جنګ سالاران له استقبال سره نه مخ کېږي. د ویانا په وروستیو ناستو کې د هماغو پخوانیو څېرو زیات حضور دی، چې د خلکو باور یې لا نور هم کم کړی دی. دا چې هر کله او هر ځای هماغه زړې څېرې د نوي تجارت لپاره راټولېږي، نو همدا تاریخي بې‌ باورۍ د دې پروسې ټولنیز بنسټ کمزوری او پیکه کړی دی.

    د مخالفینو له خوا د هرې غونډې انحصاري جوړښت او داخلي بې باوري، چې د لومړیو غونډو ډېری ګډونوال یې په وروسته نورو جوړېدونکو غونډو کې نه وو او یوازې یوې یا دوو ډلو یې ځای نیوه، د ویانا پروسه بحراني کړې ده. دا مهال یوازې څو جنګ سالاران او د ځینو هېوادونو استخباراتي اجنټان د ویانا پروسې ګډونوال دي، چې هره ورځ په افغان ولس کې اعتبار له لاسه ورکوي.

    د ویانا د پنځم پړاو پر مهال په لومړي ځل احمد مسعود او یاسین ضیاء یو ځای راڅرګند شول او دا د غونډې لوړه کچه بلل کېده. خو ستونزه دا وه، چې د دغو جبهاتو واقعي وزن تر تبلیغاتو خورا ډېر کم و او حتی د ځینو فرعي مسایلو له کبله یې اختلافاتو زور واخیست. د ویانا په پنځم پړاو کې لویې دعوې وشوې، وعدې ورکول کېدې او لافي وهل کېدې، خو تر دې مهاله یې نه په داخل کې د قدرت معادله بدله کړه او نه یې منظم سیاسي جوړښت رامنځ ته کړ.

    د ویانا او نورو پروسو پر مهال د نړیوال ملاتړ ادعا هم عملي نه وه، بلکې لفظي وه؛ د دې ناستو پر مهال تل د امریکا کانګرس، اروپایي ادرسونو او ځینو غربي بنسټونو د ملاتړ یادونه کېدل او پر خپلو رسمي اکاونټونو یې د بهرنیو محدودو حلقو تشویقي دریځونه خپرول، دوی غوښتل په تبلیغاتو ولسي ملاتړ جذب کړي، خو بیا وروسته دا ټول ناسم او خیالي ثابت شول.

    ښايي د ویانا پروسې د ځنډ اعلان د دغه پروسې د دایمي ختمېدو اعلان واوسي. مخالفین به هڅه کوي د شپږم پړاو ځنډ تخنیکي پرېکړه ښکاره کړي، خو په دغسې بهرنیو سیاسي پروسو کې ځینې وخت ځنډ د تدریجي ورکېدو نښه وي. ویانا پروسه هم اوس همداسې مرحلې ته رسېدلې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
    راتلونکي مقاله ايران ويلي سيمه له لویو بدلونونو سره مخ ده او له همدې امله روسیې سره تعامل ته خوښ دي

    مربوطه لیکنې

    د جبهو او ګوندونو ترمنځ د اختلاف اوج؛ ډيورنډ او راتلونکی وضعیت

    27 اپریل 2026

    د مخالفو جبهو د وسلوال مقاومت تصور؛ یوازینی ملاتړی هېواد او بې‌ ځایه تمې

    23 اپریل 2026

    پاکستان پلوه ډلې؛ د سولې او ډیپلوماسۍ د متناقضو روایتونو وړیا مبلغین

    22 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 اپریل 2026

    پخوانی امریکایي ډیپلوماټ، زلمی خلیلزاد: پر کونړ د پاکستان پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید په کلکو ټکو وغندل شي

    افغان‌الاصله پخوانی امریکايي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد پر کونړ د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه “وحشیانه”…

    افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی په رسمي سفر کابل ته راغلی

    28 اپریل 2026

    د کورنیو چارو وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

    28 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پخوانی امریکایي ډیپلوماټ، زلمی خلیلزاد: پر کونړ د پاکستان پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید په کلکو ټکو وغندل شي

    28 اپریل 2026

    افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی په رسمي سفر کابل ته راغلی

    28 اپریل 2026

    د کورنیو چارو وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

    28 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.