ایران بالعربیة د ایران دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ايرواني ځینې سیمه ییز هېوادونه د ایران پر وړاندې تېري کې په همکارۍ تورن کړي دي.
نوموړي د ځينو عرب هېوادونو د نومونو په اخیستو د ايران او امريکا ترمنځ جګړه کې ايران ته د اوښتو زيانونو د جبران غوښتنه کړې ده.
نوموړي په مشخص ډول د قطر، بحرین، سعودي عربستان، امارات، کوېټ او اردن نومونه اخیستي او غوښتنه یې کړې، چې دغه هېوادونه ایران ته د اوښتو زیانونو بشپړ جبران مسؤولیت پر غاړه واخلي.


