Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه
    سیاسي لیکني

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    عمران آغاعمران آغا2 مې 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په سیاست کې د ډیورنډ مسئله هېڅکله یوه عادي سرحدي موضوع نه ده پاتې شوې؛ بلکې همېشه د هېواد د سیاسي خپلواکۍ له ټاکونکو کرښو څخه شمېرل شوې ده. له همدې امله په تېرو څه باندې سلو کلونو کې هېڅ افغان حکومت دې ته نه دی چمتو شوی چې د رسمي پولې په توګه یې ومني. ډیورنډ یوازې یوه ساده جغرافیایي کرښه نه ده، بلکې یوه تاریخي او هویتي کرښه ده چې په اړه یې هر ډول دریځ نیول، په کور دننه او له هېواده بهر پراخ سیاسي پیغام رامنځ ته کوي.

    په همدې حال کې، د پاکستان او د «مقاومت» په نوم کړیو په اړیکو کې نویو رامنځته شويو بدلونونو د ګڼ شمېر سیاسي کتونکو پام ځان ته اړولی دی. دا بدلونونه نور یوازې د عادي سیاسي اړیکو په چوکاټ کې نه شي تفسیرېدلای، بلکې د یو تدریجي او د پام وړ بهیر نښې هم پکې لیدل کېږي. د د دې تحولاتو په لړ کې د مقاومت شورا د سیاسي کمېټې د رئیس په توګه د محمد محقق رول تر نورو ډېر غوښن او د پام وړ شوی دی، په ځانګړې توګه کله چې د هغه وروستي دریځونه سره پرتله شي.

    محقق څه موده وړاندې هغه وخت چې د پاکستان د پوځي رژیم د وینه زبېښونکو ځواکونو له لوري تر څلورو سوو څخه ډېر روږدي شهیدان شول، د پاکستان د پوځ عمومي قوماندان عاصم منیر ته د پیغام په لېږلو سره له هغه مننه وکړه او هغه یې وستایه. دا اقدام د افغانستان په سیاسي فضا کې هېڅکله یو ساده او بې‌ پیغامه حرکت نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه په داسې شرایطو کې د دې پوځي ادارې قوماندان ته د ستاینې پیغام لېږل، د امید روغتون د قربانیانو د پاکو وینو د د بې‌ احترامۍ ترڅنګ، دا پیغام هم رسوي چې د افغانستان ځینو ماتې خوړلو څېرو د واک د ترلاسه کولو لپاره له پاکستان سره د یوې ډېرې سپکوونکې معاملې لاره نیولې ده.

    د همدې لړۍ په دوام د محقق له لوري د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو د موضوع مطرح کول لا ډېر سیاسي اهمیت مومي؛ ځکه دا دریځ نور یو جلا نظر نه ګڼل کېږي، بلکې د هماغې لارې په دوام کې تفسیرېږي، کومه لاره چې د خاورې، هېواد، ارزښتونو او وجدان پلورنې په معنی ده.

    پاکستان په تېرو لسیزو کې همېشه هڅه کړې چې د ډیورنډ مسئله د یوې ناحل شوې تاریخي موضوع پر ځای، په یوې تثبیت شوې سیاسي موضوع بدله کړي؛ خو هېڅ افغان حکومت داسې دریځ نه دی منلی. په دې شرایطو کې د مقاومت شورا د رهبرۍ د یوه غړي له لوري د دې موضوع راپورته کول، په څرګند ډول د افغانستان په اړه د هغوی ناوړه اراده او ناپاک نیت څرګندوي.

    د مقاومت شورا د سیاسي کمېټې د رئیس وروستي دریځونه دا ښیي چې د افغانستان د اسلامي حکومت مخالفې څېرې له پاکستان سره په یوه ژوره معامله کې ښکېلې دي؛ داسې معامله چې د افغانستان د حکومت پر ضد د یوې خطرناکې دسیسې لپاره ارزښتونه پکې د معاملې پر مېز اېښودل شوي دي.

    خو د دې ناوړه پرېکړې په وړاندې د افغانستان د ملت غبرګونونه او دریځونه دا ثابتوي چې دا ډول دسیسې هېڅکله بریالۍ کېدای نه شي او د دې ډول معاملو او دسیسو جوړوونکو لپاره به پښېمانه کوونکې پایلې ولري. ځکه د افغانستان ملت به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د پاکستان غلامان د دوی خاوره پر پاکستان وپلوري او د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

    بلکې د ډیورنډ کرښې په ګډون د بنسټیزو موضوعاتو په اړه هر ډول پرېکړه، د افغانستان د خلکو مسلم حق دی، د دې موضوع په تړاو هر ډول معامله، که د هرې ډلې او هر خاورې پلورونکي او معامله کوونکي له لوري وي، د افغانستان د خلکو له کلک هوډ او غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخ شي، په پایله کې به د دې ناوړه دسیسو ناکامي او هېواد پلورونکو رسوايي له ځان سره ولري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی
    راتلونکي مقاله د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    مربوطه لیکنې

    د سیاسي پروسو د ناکامۍ پیل؛ د ویانا شپږم پړاو ولې وځنډول شو؟

    28 اپریل 2026

    د جبهو او ګوندونو ترمنځ د اختلاف اوج؛ ډيورنډ او راتلونکی وضعیت

    27 اپریل 2026

    د مخالفو جبهو د وسلوال مقاومت تصور؛ یوازینی ملاتړی هېواد او بې‌ ځایه تمې

    23 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 مې 2026

    د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ زندو…

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    2 مې 2026

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.