داعش خراسان ډلې، چې دا مهال د پاکستان پوځي رژيم تر وزر لاندې بلوچستان او پښتونخوا کې فعال مرکزونه لري، په يوه اعلاميه کې د اکوړې مدرسې د وتلي ديني عالم شيخ ادريس د ترور پړه پر غاړه اخيستې.
په ورته مهال شنونکي د ياد بريد تر شا د پاکستان پوځي رژيم استخباراتي ادارې لاس بولي او داعش ډله يواځې يو سمبوليک نوم ګڼي.
ياده دې وي، چې په وروستيو څو کلونو کې د پښتونخوا او پاکستان ګڼ شمېر ديني عالمان په هدفي بريدونو کې ترور شوي، چې د ډېرو برخو بريدونه پړه یې داعش ډلې پر غاړه اخيستې.


