Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د هېواد د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره د لوړې کچې غونډه ترسره شوې
    افغانستان

    د هېواد د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره د لوړې کچې غونډه ترسره شوې

    عمران آغاعمران آغا13 مې 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه د لوړې کچې غونډه ترسره شوې.

    د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزیر، د دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو استازو او همدارنګه د استخباراتو عمومي ریاست استازو ګډون کړی و.

    سرچينې ويلي، غونډه کې د هېواد د روغتیايي سکتور د ستونزو، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د روغتیايي چارو د مدیریت پر وړاندې د شته خنډونو په اړه بحث شوی او د حل لپاره یې پر اغېزمنو لارو چارو خبرې ترسره شوې دي.

    ګډونوالو په روغتونونو کې د معیاري طبي وسایلو او تجهیزاتو پر برابرولو، د ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د مړینې د کچې پر کمولو او د ماشومانو د روغتیايي برخې پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

    په غونډه کې همدارنګه په لیرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د پیاوړتیا، د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د همغږۍ رامنځته کولو او د ناروغیو د وقایې پر اهمیت هم خبرې شوې دي.

    دغه راز د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړولو، ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو او ناروغانو سره د ښه چلند په اړه هم هر اړخیز بحث ترسره شوی.

    د غونډې په پای کې بېلابېلو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره خپلې طرحې او حل لارې چمتو او راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

    مخکینۍ مقالهبېړنی‌خبر
    راتلونکي مقاله مقاومتي جبهې او له دیني رنګ څخه یې ګټه اخیستنه

    مربوطه لیکنې

    د پېښو پر وړاندې د مبارزې آماده‌ګۍ ادارې رئیس د ګډوالۍ سازمان له رئیسې سره لیدلي

    16 جولای 2026

    د بلخ امنیتي او تصفیوي کمېسیون د امنیت د پیاوړتیا او ملکي چارو د ښه تنظیم لپاره مهمې پرېکړې کړي

    16 جولای 2026

    پنجشېر کې ۱۵ زره کسانو ته د کانونو له لارې د کار زمینه برابره شوې

    16 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 جولای 2026

    د پېښو پر وړاندې د مبارزې آماده‌ګۍ ادارې رئیس د ګډوالۍ سازمان له رئیسې سره لیدلي

    د پېښو پر وړاندې د مبارزې آماده‌ګۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د…

    د بلخ امنیتي او تصفیوي کمېسیون د امنیت د پیاوړتیا او ملکي چارو د ښه تنظیم لپاره مهمې پرېکړې کړي

    16 جولای 2026

    پنجشېر کې ۱۵ زره کسانو ته د کانونو له لارې د کار زمینه برابره شوې

    16 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پېښو پر وړاندې د مبارزې آماده‌ګۍ ادارې رئیس د ګډوالۍ سازمان له رئیسې سره لیدلي

    16 جولای 2026

    د بلخ امنیتي او تصفیوي کمېسیون د امنیت د پیاوړتیا او ملکي چارو د ښه تنظیم لپاره مهمې پرېکړې کړي

    16 جولای 2026

    پنجشېر کې ۱۵ زره کسانو ته د کانونو له لارې د کار زمینه برابره شوې

    16 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.