د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، دا مهال د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي د اته میلیارده او ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶ سبسټېشنونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.
سرچینه زیاتوي، چې یاد سبسټېشنونه د افغانستان برښنا شرکت له لوي په هرات، هلمند، کندهار، غزني، لوګر، کابل، ننګرهار، بغلان، کندز او جوزجان ولایتونو کي جوړېږي.
دغه سبسټېشنونه په ټولیزه توګه د ۱۸۰۰ مېګاواټه برښنا د وېش ظرفیت لري، چې په بشپړېد سره به یې یو میلیون کورنیو او ۱۱۰۰ صنعتي کارخونو ته برښنا برابره شي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، د یادو پروژو چارې د افغان حکومت په مالي ملاتړ د افغاني انجنیرانو له خوا پرمخ وړل کېږي.


