د لبنان حزب الله ډلې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې ځواکونو یې د لبنان په سویل کې د صهیونیستي رژیم د پوځ پر پوستو باندې پراخ اور غورځونکو (راکټي او توپخانهيي) عملیات ترسره کړي دي.
سرچینې ويلي، دا بريدونه د الخيام، الطيبه او دير مماس په ښارګوټو کې ترسره شوي دي.
حزب الله، اسرائیلي رژيم ته د اوښتې دقيقې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.


