نيويارک ټايمز، د امریکا استخباراتي ادارو له قوله خبرداری ورکړی چې پر سعودي عربستان د F-35 جنګي الوتکو پلورل کېدای شي، د امریکا حساسه پوځي ټیکنالوژي د چینایي جاسوسۍ یا هیکینګ له ګواښ سره مخ کړي.
په راپور کې راغلي، چې چینایي پوځ ښايي په سعودي عربستان کې د امریکا هډو ته لاسرسی ومومي او د مخابراتي سیسټمونو په برخه کې د ریاض لخوا د چینایي ټیکنالوژۍ کارول ممکن حساس معلومات افشا کړي.
په ورته وخت کې، اسرائیل په سیمه کې یواځينی هېواد دی چې د امریکا F-35 جنګي الوتکې کاروي.
ياده دې وي، چې ترکیه او سعودي عربستان له کلونو راهیسې د F-35 الوتکو د ترلاسه کولو هڅه کوي.


